Meny

تاسې خپل غږ پورته کولی شئ

تاسو په ښوونځي کې ډیر وخت تیروئ، نو د ښونځی په کارونو کې د ګډون او د د ښوونځی د کارونه د څرنګوالی په اړه  د نفوذ حق لرئ. دا کارونه په درسونو او تفریح کې د واقعاتو په اړه ځان خبرول او همداراز د ښوونځی قوانینو ته شامل دي.

هر څوک د ګډون او نفوذ حق لري

ټول زده کوونکي د ګډون کولو، د تدریس په اړه د څه ویلو، او د خپلو ښوونځیو د نورو ستونزو په اړه لکه  تفریحي پارکونو، کانتین، د زده کوونکو رسټورانټ او د ښوونځی اړوند نورو ټولو ستونزو په اړه د نظر ورکولو حق لري.

ښوونکي باید خپل درسونو داسې برابر کړي چې په ټولګي کې د ټولو سره مطابقت ولري، او د هر یو لپاره مهمه ده چې بحث وکړي چې درسون څنګه د ټولو لباره د امکان تر حده موثره کولی شي.

د ښوونځي قوانین مهم دي، که چیرې د پلی کیدو وړ وي نو ټول زده کوونکي باید ورسره اشنا وي او پرې پوه شي. زده کوونکي باید د ښوونځي د قوانینو په جوړولو کې لاس ولري. د ښوونځی مدیر د هغوي په اړه وروستۍ پریکړه کوي.

د زده کووونکو په اتحادیو کې، لکه د زده کوونکو د اتحاديي جوړښت یا د زده کوونکی د شورا په اړه، زده کوونکي شې د هغو ستونزو په اړه بحث وکړي چي اړتیا ورته لیدل کیږي. دغه غونډې د ښوونځی د وخت په جریان کې ترسره کیدلی شي او مدیر باید هغو ستونزو ته چې د زده کوونکي لخوا اوچتیږي غوږ کیږدي. 

له 9-7 ټولګیو کې او په لوړ ثانوي ښوونځی کې، د زده کوونکو د امنیت کمیټه هم باید موجوده وي. دغه کمیټه له مدیر سره د ښوونځی د کاري چاپیریال په اړه د بحث فرصت وړاندې کوي. دا د تشنابونو خراب حالت، د تودوخې درجه، یا د نامعقول مهالویش په څیر ستونزي کیدلی شي. د زده کوونکو امنیتي استازي په خپلو دندو کې د تمرین او د دندې ترسره کولو لپاره د اضافي وخت مستحق دي.

که چیرې احساس کوئ چې ښوونځی غوږ نه نیسي نو څه باید وکړئ

په زیاتو ستونزو کې، د ښوونځی مدیر یا ښوونکی وروستۍ پریکړه کوي. خو بیا هم، هغوي باید تل د ښوونځی لپاره ټاکل شوي قوانین لکه د سویډن د پوهنې قانون تعقیب کړي. که احساس کوئ چې ستاسو ښوونځی قوانین نه تعقیبوي، تاسو له هغو کسانو سره چې ښوونځی چلوي خبرې کولی شئ، لکه هغه کس چې په سرمعلم حکومت کوي. تاسې مونږ دلته په SSI کې خبرولی شئ – نور دلته ولولئ:
 تاسې مونږ خبرولی شئ