Meny

تاسو ښوونځی ته د تللو حق لرئ

مونږ په سویډن کې اجباري ښوونځی لرو. دا په دې معنی، چې ټول هغه ماشومان چې په دایمي ډول دغه هیواد کې ژوند کوي باید د اجباري ښوونځی نهم ټولګی بشپړ کړي. ښوونځی باید ډاډمن شي چې زده کوونکي خوندي دي او د امکان تر حده زده کړه کولی شي.

د ښوونځي عمر لروونکو ماشومانو پر وړاندې والدین کوم مسؤلیتونه لري؟

د ښوونځی عمر لروونکو ماشومانو والدین باید ځان باوري کړي چې ماشوم يي ښوونځی ته ځي. خو ځینې وختونه به ماشوم نه توانیږي چي حاضر شي. کیدای شي د ناروغۍ له امله وي، کوم چې ښوونځی ته منظم تګ ستونزمنولی شي. په دې حالت کې، ماشوم ته په بل ځای لکه کور یا روغتون کې تدریس کیدلی شي.

ښوونځی کوم مکلفیتونه لري؟

 ښوونځی هر زده کوونکی ته د خوندي چاپیریال د وړاندي کولو مسئولیت لري تر څو  هر زده کوونکو ته په تعلیم کې د ګډون کولو زمینه برابره شي.. ښوونځی باید د ښوونې هغه طریق خپله کړي چې د زده کوونکو له اړتیاو سره برابره وي، لکه د ښوونکو لخوا اضافي مرستې یا خاصي مرستې. زده کوونکي د امنیت احساسولو حق لري. هیڅوک باید په ښوونځي کې د خطر یا ځورونې احساس ونکړي. نور دلته ولولئ:
 تاسو د هغې مرستې چې ورته اړتیا لرئ مستحق یاست 
 تاسې د امنیت احساسولو حق لرئ 

که ښوونځی کې شامل شم نو څه به واقع شي؟

تاسو حق لرئ چې له نهم ټولګی وروسته ښوونځي پریږدئ. ستاسو ښوونځي باید تاسو سره په ټولو ټولګیو کې مرسته وکړي. پروا نه لري چې څومره وخت نیسي.

که خبر نه یم چې په سویډن کې څومره وخت پاتې کیږم؟

که چیرې په سویډن کې په موقتي ډول اوسیږئ، تاسې اړ نه یاست چې ښوونځی ته ولاړ شئ، که څه هم په ځینو حالاتو کې تاسو حق لرئ چې سویډني ښوونځیو ته ولاړ شئ. ښوونځیو ته د تګ لپاره پیسو ته اړتیا نشته. دا هغه مهال تطبیق کیږي چې تاسو په پټه مهاجر یاست، سویډن کې د پناه غوښتنې په لټه یاست، او یا د موقتي هستوګنې اجازه لرئ.

که چیرې د اړتیا وړ مرسته ترلاسه نکړئ

که چیرې احساس کوئ چې د اړتیا وړ مرسته نه ترلاسه کوئ نو له خپل ښوونکی یا بل ځوان سره چې تاسې پرې باور لرئ خبرې وکړئ. هغوي ستاسو له ښوونکی یا د ښوونځی مدیر سره خبرې کولی شي. ستاسو د ښوونځی ځوانان باید باوري کړي چې تاسو د امکان تر حده ښه تعلیم ترلاسه کوئ.

 که احساس کوئ چې د ښوونځی مدیر تاسو ته غوږ نه ایږدي، تاسو له هغو کسانو سره چې ښوونځی چلوي خبرې کولی شئ، لکه هغه کس چې په مدیر حکومت کوي. که چیرې احساس کوئ هغه ملاتړ چې تاسو يي حقدار یاست نه ترلاسه کوئ تاسو SSI خبرولی شئ – نور دلته ولولئ:
 تاسې مونږ خبرولی شئ