Meny

تاسو د امنیت د احساس حق لرئ

ټول زده کوونکي د دې مستحق دي چې په ښوونځی کې د امنیت احساس وکړي. که چیرې په ښوونځی کې له تاسې سره ناوړه چلند کیږي یا ځورول کیږئ، ستاسو ښوونځی باید له تاسو سره مرسته وکړي.

ځورول ډیر مختلف شیان تر پوښښ لاندې راولي

ځورول یو ناوړه لیکلۍ پیغام یا انلاین تصویر خپرول کیدای شي. په ځورونې کې سپکوونکی الفاظ او د اوازې خپرول، او همدا راز ملنډې وهل، رټل، یا بې برخې کیدل شامل دی. په طبیعي ډول، ګواښونه، ټیله کول، او سوک هم د ځورونې له ډولونو څخه دي. ځورول د ښوونځی د ورځو په جریان یا له هغې څخه بهر، او په ښوونځی یا انلاین واقع کیدلی شي.

هر څوک باید په ښوونځی کې د یو بل احترام وکړي

شاید تاسو احساس کړئ چې په ښوونځی کې د نورو زده کوونکو، یو ښوونکی، یا بل بالغ کس لخوا در سره ناوړه چلند کیږي یا ځورول کیږئ.  که هر رنګه احساس ولرئ، هیڅوک باید تاسو سره بخل و نه کړي، تاسو ونه وهي، و مو نه ځوروي یا  مو بې برخې نه کړي.  دا په ځوانانو او زده کوونکو یو شان تطبیق کیږي.

یو ځل هم ډیر زیات وي

که چیرې له تاسو سره ناوړه چلند کیږي یا ځورول کیږئ، تاسو باید خپل ښوونځي کې له یو ځوان سره خبرې وکړئ. که چیرې له ځوان سره په خبرو کولو کې د ناراحتۍ احساس کوئ، تاسو له خپلو والدینو سره یا بل هغه ځوان چې تاسو پرې باور لرئ خبرې کولی شئ او هغوي ستاسو له ښوونځي سره خبرې کولی شي.

ستاسو ښوونځي باید هر هغه څه چې په توان يي وي ستاسو د مرستې لپاره له ځنډ پرته تر سره کړي. مهمه نده، که چیرې « یوازې یو ځل واقع شوی وي». په ښووونځي کې د امنیت او خوښۍ احساس مهم دي.

ستاسو ښوونځي باید له تاسې سره مرسته وکړي

په ښوونځي پوري تړلی هره ځورونه باید وڅیړل شي. مهمه نده که چیرې ځورونه د ښوونځی په جریان یا بهر کې واقع کیږي. دا تل د ښوونځی مسؤلیت دی چې د پای ټکی ورته کیږدي.

که چیرې بیا هم مرسته نه ترلاسه کوئ

که چیرې ستاسو ښوونځی له تاسو سره مرسته نه کوي مونږ خبر کړئ. دا به یوه غوره مفکوره وي چې له یو ځوان څخه غوښتنه وکړئ چې له تاسو سره د SSI او BEO په خبرولو کې مرسته وکړي. که مونږ پوهه شو چې ستاسو ښوونځی قانون مات کړی، مونږ غوښتنه کولی شو چې ښوونځی مناسب اقدام وکړي ترڅو ځورونه ادامه پیدا نه کړي. نور دلته ولولئ:
 تاسو مونږ خبرولی شئ