Meny

تاسو د زده کړې او پرمختګ حق لرئ

تاسو حق لرئ چې په ښوونځی کې د امکان ترحده زده کړه وکړئ. ښوونکي باید ټولو زده کوونکو ته د زده کړې او پرمختګ فرصت ورکړي.

هر څوک مختلف دی. مونږ له مختلفو پس منظرونو راغلي یو، مونږ په مختلفو څیزونو باور لرو، مونږ ټول مختلف ښکارو، او مونږ ټول مختلف فکر کوو. مونږ همداراز په مختلفو مضمونونو کې مختلفې لاسته رواړنې لرو. نو ځکه مهمه ده چې ستاسو ښوونکی دا وپیژني چې هر زده کوونکی په کومه برخه کې فعال دی، او هغوي څه خوښوي او څه نه خوښوي. له دې لارې، درسونه په ټولګي کې د ټولو لپاره زړه راښکوونکی کیدلی شي.

تاسو د دې حق لرئ چې پوه شئ چې ولې باید یو ځانګړی څیز زده کړئ

ستاسو ښوونکی باید له تاسو او د ټولګي له نورو زده کوونکو سره مرسته وکړي تر څو و پوهیږئ، چې ولې مهمه ده چې په ښوونځي کې ډیر څه زده کړئ. هیڅوک ټول هغه څیزونه چې باید زده کړي نه خوښوي. خو دا په دې معنی نه ده چې تاسو يي باید زده نه کړئ. سره له دې، ښوونکی باید وکولی شي تشریح کړي چې دا شیان ولې مهم دی، او هغوي کولی شي چي زده کړه جالبه او اسانه کړي.

تاسو د خپل ځان لپاره د زده کړو د غوره طریقو د پیدا کولو حق لرئ

ستاسو ښوونکی باید هڅه وکړي او پوه شي چي څنګه هر زده کوونکی په ټولګی کې د امکان تر حده زیاته زده کړه کولی شي، او له تاسې سره مرسته وکړي چې څنګه ښه زده کړه کولی شئ. ستاسې ښوونکی باید ډاډمن شي چې تاسو د کار کولو د مختلفو طریقو ازمویلو فرصت لرئ. دا په دې معنی چې تاسو تل په هغې طریقې، چې تاسې سره مطابقت لري کار نشئ کولی.

داسي نه چې تاسو  په ټولګی کې هیڅ هم ترسره نکړئ

که چیرې فکر کوئ چې د ځانګړی مضمون درسونه ډیر اسانه دي نو مهمه ده چې تاسو خپل ښوونکی یا بل ځوان ته ووایئ. ښوونځی بیا تاسو ته هغه کار درکوي چې تاسو د نویو څيزونو د زده کولو لپاره ورته اړتیا لرئ. ځینې وختونه تاسو ننګونو ته اړتیا لرئ تر څو په ښوونځي کې د زده کوونکی په توګه ساتیري ولرئ، او په ټولګي کې هیڅوک باید بیکاره نه وي.

د یو زده کوونکی په توګه ستاسو مسؤلیت څه دی؟

د درس په جریان کې توجه کول ستاسو مسؤلیت دی، د پوهیدو هڅه وکړئ،  او هغه کار چې ښوونکی پلان کړی ترسره کړئ. که درسونه درته بې اغیزي ښکاري نو ښوونکي ته ووایاست. دا به هغوي ته د بدلون راوستلو فرصت ورکړي.

که چیرې تاسو ته په یو مضمون کې بریالی کیدل ستونزمن ښکاري نو ستاسو ښوونځی باید له تاسو سره مرسته وکړي. د دې دلیل چې تاسې ولې وروسته پاتې شوئ مهم نه دی. نور دلته ولولئ: 
 تاسې د اړتیا وړ مرستې مستحق یاست 

که غواړئ چې نور زده کړئ

که چیرې احساس کوئ چې په ښوونځي کې په کافي اندازه زده کړه نه کوئ نو له خپل ښوونکی سره خبرې وکړئ. که دا کار مرسته ونه کړي، د خپل ښوونځي سرمعلم ته ولاړ شئ، چې دنده يي د ځان ډاډمنول دي تر څو هرڅوک د امکان تر حده ښه تعلیم ترلاسه کړي.