Meny

هېلېنا (Helena) د ښوونځی یو پلټوونکې ده

زما نوم هېلېنا ده او زه د ښوونځی یو پلټوونکی یم. په دې معنې چې، زه ټول هیواد ته سفر کوم تر څو باوري کړم  ټول زده کوونکی هغه تعلیم چې دوي يي حقدار دي ترلاسه کوي. 

زه په لونډ (Lund) کې د SSI په دفتر کې کار کوم، نو زه ډیر ځلي په هغو ښوونځیو کې چې په سکېن (Skane)، هالانډ (Halland)، بلکینجي (Blekinge) او سمالنډ (Smaland) کې دی یم. SSI په ټول سویډن کې دفترونه لري.

مونږ په ښوونځی کې څه ګورو؟

له دې څخه وړاندې چې ښوونځی ته ولاړه شم، د زده کوونکو نمرو او د ښوونځیو د ملي ازموینو نتیجې ګورم. سر بیره پر دي، مونږ له وړاندې څخه د زده کوونکو، والدینو، او ښوونکو تر منځ سروې ترسره کړی وي، تر څو پوهه شو چې هغوي د ښونځیو په اړه څه فکر کوي. له وړاندې څخه مې د ښوونځی له مدیر سره خبرې کړې وي.

یوه کتنه څنګه ترسره کیږي

فرض کړئ چې زه د لېټل ټاون (Littletown) ښارولۍ له یو ستر ښوونځی څخه کتنه کوم. له دې وړاندې چې کتنه وکړم، زه وینم چې د نهم ټولګي نیمايي زده کوونکي موسیقۍ کې بریالي کیږي، په داسې حال کې چې نور ټول په نورو مضمونونو کې بریالي شوي. مونږ پوهیدل غواړو چي ولې د لویو ښوونځیو زده کوونکي هڅه کوي موسیقۍ کې بریالي شي. د موندلو لپاره، مونږ د موسیقۍ درسونو ته کینو او له زده کوونکو او ښوونکو سره مرکه کوو. ښکاري چې ښوونځی د موسیقي ښوونکی نه لري او دا چې نور ښوونکی هاخوا او دیخوا درسونه ورته بیانوی. وسایل نشته، ګیتارونه مات شوي، او د موسیقۍ ثبتولو یا تنظیمولو اوزار نشته. زده کوونکي مونږ ته وايي چې درسونه زړه تنګونکي دی، او دا چې هغوي ډیر ځل یوازې د سندرو ویلو تمرین کوي. ښوونکي وايي چې هغوي د موسیقۍ غوره درسونه نشي ورکولی ځکه چې هغوي په خپلو نورو ورځنيو درسونو تمرکز کوي.

مونږ ګورو چې ایا ښوونځی له کوم قانون څخه سرغړونه کوي

زمونږ له کتنې څخه وروسته، مونږ ګورو چې ایا ښوونځی له کوم قانون څخه سرغړونه کوي. که مونږ ومونده چې قضیه داسې ده، مونږ يي په خپلې پریکړې کې لیکو. پریکړې په ګوته کوي چې ښوونځی کومې غلطې کړنې کوي او فکر کوو چې د ښوونځی مدیر او ښوونځی باید د دې جبران  لپاره څه وکړي. د لویو ښوونځیو په قضیه کې، اړینه ده چې د موسیقۍ یو ښوونکی باید ولري. ټولګی هم باید په ښه توګه مجهز شوی وي. مونږ بیا ښوونځي ته د ستونزې د هوارولو لپاره ټاکلی اندازه وخت ورکوو. ښوونځی بیا باید د هغه څه په اړه چې ترسره کړي يي دي راپور  ورکړي. مونږ کیدای شي بله کتنه وکړو او له زده کوونکو سره یو ځل بیا خبرې کوو. دا د دې لپاره دی چې مونږ ځان په واقعي ډول ډاډه کړو چې زده کوونکي اوس د موسیقۍ له درسونو څخه راضي دي.

مونږ د ښوونځی خواړو ته بیا کتنه نه کوو

مونږ تل هغه ستونزې چې زده کوونکي ته مهمې ښکاري نه څیړو. د مثال په ډول، زیات زده کوونکي له مونږ څخه غواړي چې د ښوونځی خواړه وڅیړو. مونږ تر ټولو مهمو څیزونو ته کتنه کوو تر څو ډاډه شو چې زده کوونکي له خپل تعلیم څخه ډیر څه ترلاسه کوي. څیړنو ښودلي چې د کار ارامه چاپیریال او په ټولګی کې د ښوونکو اغیزمنتوب تر ټولو مهم دي. د ښوونځی خواړه مهم دی، خو ډیر زیات مهم نه.

ډیر څیزونه په سویډني ښوونځیو کې ښه کار کوي

په هغو ښوونځیو کې چې مونږ ترې کتنه کوو ډیر څیزونه ښه دي، خو ځینې څیزونه ډیر ښه نه مومو. زما د دندې تر ټولو ستونزمه برخه له هغو ښوونځیو څخه کتنه ده چې زده کوونکي يي په کې خراب وخت تیروي. په داسي حال کې چي کور ته رسیږم د خپګان احساس کوم.

ځینې وختونه د پریکړې کولو له ستونزې سره مخاخ کیږو

که چیرې په ښوونځي کې ستونزې تشخیص کړو نو راپور لیکل ډیر وخت نیسي. ځینې وختونه زده کوونکي او ښوونکي د هغه څه په اړه چې مونږ يي خپل راپور کې لیکو خپه وي. که څه هم ښه کارکردګۍ نه لري، زیات شمیر زده کوونکي خپل ښوونځي خوښوي. زده کوونکي په دې اړه هم اندیښمن وي چې په ورځپاڼې کې به د هغوي د ښوونځی په اړه څه لیکل کیږي. خو هغه څه چې ما ته د ارامتیا احساس راکوي، زده کوونکو ته یو سخت حالت په یوه غوره تجربه بدلول دي. دا هغه مهال واقع کیږي چې مسؤلین ومني چې، یو کار باید تر سره شي تر څو هغه څه چې کار نه کوي په کار راوستل شي.