Meny

تاسې مونږ خبرولی شئ

که احساس کوئ چې ستاسو ښوونځی قوانین نه تعقیبوي نو مونږ خبرولی شئ. کیدای شي ستاسو ښوونځی د ځورونې د له منځه وړلو لپاره ټوله هڅه نه وي کړی، دا چې تاسو د اړتیا وړ مرسته نه ترلاسه کوئ، یا دا چې ښوونځی تاسو ته هغه څه چې تاسې په يي حقدار یاست نه وړاندې کوي. 

مخکې له دي چې له مونږ سره اړیکه ټینګه کړئ

تل لومړی ستونزه له خپل ښوونکی یا د ښوونځی مدیر سره اوچته کړئ. که غوره ګڼئ، کله چې له ښونځی سره خبري کوئ، نو له خپلو والدینو څخه غوښتنه وکړئ چې د ښوونځی پر وړاندي له تاسو سره یو ځای شي. که دا کار مرسته ونکړي، هغو کسانو ته چې ښوونځی چلوي مراجعه کولی شئ. که چیرې تاسو په وړیا ښوونځی کې یاست یا خو شاروالي کیدلی شي یا د ښوونځی مالک. هغوي مسؤلیت لري تر څو ځان مطمئین کړي چې ښوونځی قوانین تعقیبوي.

د ښوونځی لپاره د مسؤلو کسانو سره د اړیکې تر ټولو اسانه لاره د شاروالۍ یا د ښوونځی وړیا ویب پاڼې ده. د صحیح معلوماتو د موندلو لباره د لټون غوره لاره (په سویډني) ژه کې د klagomål + skola لیکل دي.

SSI ته د خبریدو اجازه ورکول

که چیرې تاسو له ښوونځی سره یا د ښوونځی له مسئولینو خبرې کړې وي خو بیا هم مرسته نه وي ترلاسه کړی مونږ خبرولی شئ. په یاد ولرئ، تاسو مونږ یوازې د هغو څیزونو په اړه خبرولی شئ چې له وړاندې واقع شوي. د دې لپاره چې مونږ څیړنه وکړو، متضرر زده کوونکی باید اوس هم ښوونځی کې حاضر وي. که چیرې تاسو یا بل څوک ځورول شوی یاست نو ډیر لږ مختلف قوانین به تطبیق کیږي. په دې حالت کې که چیري تاسو په ښوونځی کې نه یاست، نو بیا هم د ښوونځی په په اړه راپور ورکولی شئ.

یو ځل چې تاسو مونږ له یو څه څخه خبر کړئ، څه واقع کیږي.

کله چې تاسو مونږ له یو څه څخه خبر کړئ، مونږ د لا زیاتو معلوماتو لپاره له ښوونځی سره اړیکه نیسو. که کومه پوښتنه ولرو له تاسې سره به اړیکه ونیسو. په عام ډول د یوې څیړنې ترسره کول څلور یا پنځه میاشتې وخت نیسي.  

که مونږ پيدا کړه چې ښوونځی قوانین مات کړی، مونږ له ښوونځی غوښتنه کولی شو چې بدلون راولي. بیا مونږ ګورو چې ایا بدلونونه عملي شوي که نه.

ایا زه بې نومه پاتې کیدای شم؟

تاسو مونږ د یو څه په اړه مونږ د خپل نوم له اخیستلو پرته خبرولی شئ، خو تل وړاندیز کیږي چې خپل نوم شامل کړئ. دا څیړنه آسانه کوي او د پوښتنې پر مهال له تاسو سره اړیکه ټینګولی شو.

په زیاتو قضیو کې، د دې لپاره چې څیړنه ترسره کړای شوو باید پوه شو چې معلومات چا ورکړی. که چیرې مو خبر راکړی وي چې تاسو خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره کافي اندازه مرسته نه ترلاسه کوئ، نو د دې لپاره چې ستاسو ترلاسه شوی مرسته وڅیړو، مونږ باید پوه شو چې تاسو څوک یاست.

دلته مونږ ته خبر راکړئ

 د دې لپاره چې SSI د ستونزې په اړه خبر شي د خبرتیا فورمه دلته ډکه کړئ   

همداراز مونږ ته د ستونزې د تشریح لیک استولی شئ، ستاسو په فکر ښوونځی کومه غلطه کړنه ترسره کړې، او دا ووایاست چي تاسو غواړئ شکایت وکړئ.

خپل لیک  ته واستوئ: د سویډني ښوونځیو د تفتیش اداره، Box 23069, SE-104 35  سټاکولم (Stockholm)

  یا خپله خبرتیا د ایمیل له لارې :  skolinspektionen@skolinspektionen.se ته واستوئ