Meny

تاسې په ښوونځی کې د ښه والی حق لرئ

ستاسږ د ورځنی ژوند ډیره برخه په ښوونځی کې ستاسو د وخت سره مشخص کیږي، نو مهمه ده چې هلته ښه احساس ولرئ. که چیرې د خپګان، فشار، یا د اندیښنې احساس لرئ، تاسو د زده کوونکو  په روغتیايي خدمتونو کې له کوم کس سره یا په ښوونځی کې بل ځوان سره خبرې کولی شئ.

فشار او اندیښنه – څه ډول احساس لري؟

مونږ د فشار او اندیښنې تشریح کولو لپاره ډیر مختلف لغتونه کاروو، که څه هم دواړه د ناروغۍ د احساس اړوند دي. اندیښنه له کورنۍ دندې، ازموینو، او نمرو، په یو مضمون کې د خپلې کارکردګۍ په اړه ابهام، یا ټول هغه څیزونه چې په تاسو يي غلبه کړي وي اړیکه لرلی شي. د خپګان او اندیښنې احساس دواړه د ښوونځی دوران یا بهر واقع کیدلی شي. دغه احساسات ځان د خیټې درد، سردرد، یا په خالي وخت او کور کې د ارام کولو په وخت د ستونزو په راپيدا کولو سره ځان څرګندولی شي.

کومې مرستې موجودې دي؟

 که په عین حال کې زیاته کورنۍ دنده او زیاتي ازموینې لري او ستونزمنه درته ښکاري نو د خپل ښوونکی یا د ښوونځی مدیر سره خبرې کولی شئ. ښوونځی ستاسې د کورنۍ دندې او ازموینو په اړه د پریکړې حق لري، خو تاسې هم حق لرئ چې د خپل تعلیم په اړه پریکړه  ولرئ. پر دې سربیره، تاسو حق لرئ چې پوه شئ چې په مختلفو مضمونونو کې څه ډول کارکردګي لرئ. که چیرې وروسته پاتې کیږئ د مرستې مستحق یاست. دلته نور ولولئ: 
 تاسو د اړتیا وړ مرستې مستحق یاست 

ټول ښوونځي باید د زده کوونکو روغتیايي خدمات وړاندې کړي. تاسې باید د اړتیا پر مهال د ښوونځی ډاکټر، نرس، ارواه پوه، مشاور، یا متخصص ښوونکی ته لاس رسۍ ولرئ. هغوي له تاسو سره د ښه احساس په درلودلو کې مرسته کولی شي.

یوازې تاسو پوهیږئ چې څنګه احساس کوئ

که چیرې د فشار یا اندیښنې احساس کوئ، نو یوازې تاسو پوهیږئ. ځینې وختونه تاسو د هغو څیزونو په اړه چې ستاسو په ښوونځی او تعلیم پورې اړه نه لري بد احساس لرلی شئ. خو ستاسو ښوونځی له تاسې سره په دغو ستونزو کې هم مرسته کولی شي.