Meny

تاسو په سوله کې د کار کولو حق لرئ

که چیرې ستاسو درسونه ګډوډ شي د هغه څه زده کول چې تاسې يي باید زده کړئ ستونزمن کیږي په ښوونځی کې ټول زده کوونکي په سوله او ارامۍ کې د زده کړې حق لري.

هغه څه چې تاسې باید زده کړئ زیاته برخه د بحث له لارې لیږدول کیږي، نو دا مهمه ده چې تاسو وکولی شئ چې په ټولګي کې د خپل کار په اړه له نورو سره خبرې وکړئ.  خو په ټولګي کې هر څوک باید په هغه څه کار وکړي چې ښوونکی پلان کړی. کله چې زده کوونکي دا کار تر سره نه کړي زده کړه په اسانۍ سره ګډوډیږي، نو هغه څه چې باید زده يي کړئ ستونزمنولی شي. ټول زده کوونکي حق لري چې د درس په جریان کې خپل کار بشپړ کړي.

که چیرې یو څو ک ډیره ګډوډي جوړه وي، نو څه؟

ټول زده کوونکي باید د دې وړ وي چې په ښوونځي کې ښه کارګردګي ولري. له دې امله دا مهمه ده چې ښوونکی د ښوونې داسې لارې چارې پیدا کړي چې په ټولګي کې د هر چا سره مطابقت وکړي.  که چیرې یو زده کوونکۍ د کار ارامه فضا ګډوډوي، ښوونکی باید دوه څیزونه په پام کې ونیسي. لومړی له ګډوډي جوړونکی زده کوونکی سره مرسته ترڅو درس تعقیب کړي، په داسې حال کې چې ځان ډاډه کړي چې نور زده کوونکي خپل کار کولی شي. وروسته، دوهم کار چې ښوونکی يي په په پام کې نیولی شي د ګډوډي جوړونکی زده کوونکی له ټولګي څخه بهر ویستل دي. ښووونکی شاید پریکړه وکړي چې زده کوونکی له ښوونځي څخه وروسته د اوږدې مودې لپاره پاتې شي یا وختي راشي تر څو له لاسه ورکړل شوی وخت جبران کړي. دا د سویډن د پوهنې د قانون یوه برخه ده او په ټولو ښوونځیو، تل تطبیق کیږي.

د ښوونځي قوانین چې ټول ورسره اشنا دي

هر ښوونځی د قوانینو یوه ټولګه لري کوم چې د زده کوونکو او ځوانانو لخوا په ګډه جوړه شوی وي. یو ځل چې زده کوونکو او ځوانانو پر هغه قوانینو چې دوي يي غواړي بحث وکړ، د ښوونځی مدیر د هغو قوانینو په اړه چې په ښوونځی کې تطبیق کیږي وروستۍ پریکړه کوي. قوانین هغه ټکي چې په ښوونځي کې د منلو یا نه منلو وړ دي په ګوته کوي. په دغه قوانینو کې، چې ایا د درسونو پر مهال د موبایل اجازه شته او که نه شاملیدلی شي.

دا مهمه ده چې ټول ځوانان او زده کوونکي له قوانینو سره اشنا وي، پرته له دې قوانین بلي کیدلی نشي. که څه هم زده کوونکي د قوانینو په جوړولو کې ونډه لري، د ښوونځی مدیر او ښوونکي د دې مسؤل دي چې ځان باوري کړي چې قوانین له نصاب او د سویډن د پوهنې قانون سره مطابقت لري. 

د یو زده کوونکی په حیث ستاسو مسؤلیت څه دی؟

هر څوک مختلف دی، او هغه څه چې یو زده کوونکی ورته د ګډوډۍ په سترګه ګوري، بل شاید د ارامۍ په په سترګه ورته وګوري. ټول زده کوونکي باید د ښوونځي د قوانینو په پلي کیدو کې پوره هڅه وکړي او یو بل ته پاملرنه وکړي. که چیرې داسې جګړه رامنځ ته کیږي چې زده کوونکي يي په خپل منځ کې نشي حلولی، تاسو باید له یو ځوان څخه غوښتنه وکړئ چې مداخلت وکړئ.

تاسو ښوونځي ته د زده کړې لپاره ځئ. نو د یو زده کوونکی په صفت دا ستاسو مسؤلیت دی چې هغه کار ترسره کړئ کوم چې ښوونکی پلان کړی وي. که چیرې تاسو کار ارزښتناک نه مومئ باید ښوونکی ته ووایئ. ستاسو ښوونکی بیا د کار ارزښت تشریح کولی شي، یا شاید تاسو ته هغه کار درکړي چې له تاسو سره ښه مطابقت کوي.

که چیرې بیا هم ګډوډي وي

که چیرې ګډوډي ډیره زیاتیږي او ستاسو تمرکز اغیزمنوي له خپل ښوونکی سره خبرې کولی شئ.  تاسو همداراز په ښوونځي کې له یو بل ځوان سره مشوره کولی شئ یا د ښوونځي له مدیر سره خبرې وکړئ.

که چیرې احساس کوئ چې د ښوونځی سرمعلم تاسو ته غوږ نه نیسي، تاسو د ښوونځی له مسؤلینو سره خبرې کولی شئ، لکه هغه کس چې له مدیر څخه يي دنده لوړه ده. که چیرې دا ستاسو لپاره ستونزمنه وي له خپلو والدینو یا بل ځوان څخه د مرستې غوښتنه کولی شئ. په خپل وار مونږ دلته په SSI کې خبرولی شئ – نور دلته ولولئ:
 تاسو مونږ خبرولی شئ