Meny

تاسو د هغې مرستې چې ورته اړتیا لرئ مستحق یاست

که چیرې کوم کار کې له ستونزې سره مخ کیږئ یا په کوم مضمون کې وروسته پاتې کیږئ مهمه ده چي مرسته ترلاسه کړي.

که څه هم په ښوونځي کې نور کسان هم شته چې له تاسو سره مرسته وکړي، لومړی کس چې تاسو سره مرسته کولی شي ستاسو ښوونکی دی. که چیرې ستاسو ښوونکی متوجه شوی نه وي چې ځانګړی مضمون ستاسو لپاره تخنیکي یا مشکل دی، نو مهمه ده چې تاسو ورسره خبرې وکړئ. تاسو له خپل ښوونکی، والدینو، یا بل ځوان سره خبرې کولی شئ.

که چیرې تاسو ته په یو مضمون کې بریالی کیدل ستونزمن وي، نو څه؟

که چیرې تاسو ته په یو مضمون کې بریالی کیدل ستونزمن ښکاري نو ستاسو ښوونځی باید تاسو سره مرسته وکړي. ستاسو د وروسته پاتې کیدو مختلف لاملونه کیدلی شي. په دې کې ناروغي، ستاسو په ژوند کې ګډوډي، یا له ښوونځی څخه خوند نه اخستل شامل دي. د دې دلیل چې تاسو ولې وروسته پاتې شوئ، مهم نه دی.

خو بیا هم، ښوونځی باید وګوري چې تاسو ولې په یوې ازموینې کې هغه اوچتې نمرې چې باید ترلاسه کړې مو وای ندی ترلاسه کړی، یا ولې هڅه کوئ چې تمرکز وکړئ. له دي وروسته هغوي باید تاسو سره د هغو څیزونو په زده کولو کې مرسته وکړي، کوم چې تاسو په درسونو کې له لاسه ورکړی. مهمه ده چې ستاسو ښوونځی پوه شي چې تاسو ته ولې څیزونه ستوزمن دي، که نه هغوي به په غوره طریقې سره تاسو سره مرسته و نه کړای شي.

هغه تطابق چې تاسې ته مناسبه وي یا د ځانګړی ملاتړ په شکل مرسته ترلاسه کولی شئ. تطابق د ښوونځي د کار پلان کولو کې مرستي ، یا ځانګړی درسي کتاب ترلاسه کولو ته شامل دی. ځانګړې ملاتړ کې د یو متخصص ښوونکی یا یو بل کس ملاتړ او مرسته شامله وي. ستاسو ښوونځي باید تاسو ته هغه مرسته چې تاسو ورته اړتیا لري درکړي – دا به تاسو ډیرو مرستو او د اقداماتو ډولونو ته ورسوي.

که چیرې بیا هم مرسته نشئ ترلاسه کولی

که چیرې احساس کوئ چې د اړتیا وړ مرسته درسره نه کیږي له خپل ښوونکی یا بل هغه ځوان چې تاسو پرې باور لرئ خبرې وکړئ. هغوي بیا ستاسو ښوونکی یا د ښوونځی مدیر سره خبرې کولی شي. ستاسو د ښوونځی ځوانان باید ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو د امکان تر حده ښه تعلیم ترلاسه کوئ.

 که احساس کوئ چې د ښوونځی مدیر تاسو ته غوږ نه ایږدي، تاسو له هغو سره چې ښوونځی چلوي خبرې کولی شئ، لکه هغه کس چې په سرمعلم حکومت کوي. که چیرې احساس کوئ هغه ملاتړ چې تاسو يي حقدار یاست نه ترلاسه کوئ تاسو SSI خبرولی شئ – نور دلته ولولئ: 
 تاسو مونږ خبرولی شئ