Meny

تاسو حق لرئ چې پوه شئ، چې د غوره درجې لاسته راوړلو لپاره څه ته اړتیا ده

ځینې وختونه په دې پوهیدل ستونزمن وي چې ولې مو ځانګړې نمرې ترلاسه کړی. شاید د بې انصافۍ احساس درکړي. خو تاسو حق لرئ چې پوه شئ چې ولې مو ځانګړې نمرې ترلاسه کړی.

ستاسې ښوونکی باید د نمرو اړتیاوي تشریح کړي

د هر مضمون لپاره یو نصاب دی چې ستاسو ښوونکی يي باید تعقیب کړي. نصاب د مضمون موخه او هدف تشریح کوي، لکه، کله چې زده کوونکی د مضمون لوستل پای ته ورسوي، نو د مضمون په اړه په څه پوه شول. د ځانګړو نمرو ترلاسه کولو لپاره د مهارت د اړتیاوو یو لست دی چې هر زده کوونکی يي باید بشپړ کړي. ستاسو ښوونکی باید په واضح ډول د مضمون د اهدافو او دا چې د مهارت د اړتیاوې پوره کولو لپاره څه ته اړتیا ده د مضمون د زده کړې پیلولو سره سم تشریح کړي.

تاسو مستحق یاست چې وپوهیږئ چې ښوونکی څه ډول ستاسو کارکردګي ارزیابي کوي. ارزیابي باید د مهارت پر اړتیاوو ولاړه وي. تاسو تل په دې اړه له خپل ښوونکی سره خبرې کولی شئ. تاسو ته باید دغه معلومات د ټولو هغو مضمونونو په اړه چې تاسې ته تدریس کیږي، لږ تر لږه په سمستر کې یو ځل درکړل شي.

ایا د نمرو په اړه د بیا کتنې غوښتنه کولی شم؟

که څه هم تاسو حق لرئ چې پوه شئ چي ولی مو ځانګړي نمرې ندی تر لاسه کړي، خو تاسو د نمرو د بیا کتنې غوښتنه نشئ کولی،. SSI د غلطو نمرو په اړه شکایتونه نه څیړي.

که چیرې د نمرو اړوند واضحې غلطیانې وي، لکه ټایپو، د ښوونځی مدیر به ډاډ ترلاسه کړي چې دغه ډول غلطیانې اصلاح شي. د ښوونځی سرمعلم باید د ښوونکی لخوا ورکړل شوې نمرې باطلې نه کړي، خو بیا هم. که خپلی کارکردګۍ په اړه اندیښنه لرئ، دا مهمه ده چې له نمرو ورکولو څخه وړاندې له خپل ښوونکی سره خبرې وکړئ چې کارکردګي مو څنګه ده. تاسې د دغه کار حق لرئ.

ایا زه بیا ارزیابي اخیستلی شم؟

د اجباري ښوونځي د نهم ټولګي په جریان تاسو د لوړو نمرو لپاره ازموینه او ارزیابي کې بیا ګډون کولی شي، حتی که مو E یا له دې څخه لوړې نمرې هم ترلاسه کړې وي. خو په لوړ ثانوي ښوونځی کې، تاسو یوازې په هغه صورت کې چې F نمرې یا په یو مضمون کې ناکامه شوي یاست د لوړو نمرو ترلاسه کولو هڅه کولی شئ. ارزیابي ټول مضمون او ټول کورس تر پوښښ لاندې نیسي. په ارزیابي کې بیا ګدون کول یوازې اضافي کار تسلیمول نه دي، بلکه ډير څه ته اړتیا لري. په ارزیابي کې د بیا ګډون د څرنګوالی لپاره، د خپل ښوونځی له مدیر سره خبرې وکړئ.