Meny

تاسو په ښوونځی کې د څه حقدار یاست؟

د یو زده کوونکی په توګه، تاسو د ښه تعلیم او په ښوونځي کې د امنیت احساسولو حقدار یاست. ستاسو ښوونځي د لاندي شیانو د وړاندې کولو مسؤل دی. د سویډني ښوونځیو د تفتیش اداره (SSI) او د ماشوم او ښوونځی زده کوونکی نماینده (BEO) دلته د دي باوري کولو لپاره دي چې څیزونه څنګه چې باید وي، هغسي کار کوي. شاید چې تاسو په دې اړه چې په ښوونځي کې حالات له یو وخت څخه تر بل وخت پورې څنګه دي د غصې، خپګان، یا نارضایتۍ احساس وکړئ. لاندې معلومات په ښوونځی کې ستاسو د حقونو او دا چې څه کولی شئ په اړه دي.